د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پرووت سېشنبه (د وږي ۱۱مه) پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې دغه هېواد به له اسټرالیا، برېټانیا، کاناډا او فرانسې سره یوځای د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت د رسمیت پېژندنې اعلان وکړي.
نوموړي ویلي، دغه پرېکړه د غزې د بشري ناورین او د اسرایيل لهخوا د نړۍوالو قوانینو د سرغړونو په غبرګون کې شوې ده. د هغه په وینا؛ بلجیم به پر اسرایيلي وارداتو بندیزونه ولګوي او د اسراييلي شرکتونو پر تړونونو به هم له سره غور وکړي.