د سوډان د خپلواکۍ غورځنګ پوځ ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د لوېديځ سوډان د مارا غرونو په یوه کلي کې د ځمکې ښویېدو له امله ۱۰۰۰ کلیوال مړه شوي او یوازې یو کس ژوندی پاتې دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه کلی په بشړ ډول تر خاورو لاندې شوی دی. دغه پېښه تر څو ورځو پرلهپسې بارانونو وروسته شوې ده.
د سوډان د خپلواکۍ غورځنګ پوځ چې د دارفور سیمه یې تر کنټرول لاندې ده، له ملګرو ملتونو او نړۍوالو مرستندویه ادارو غوښتي چې تر خاورو لاندې خلک راوباسي.