اسراييلي چارواکو ویلي، اسراييل د فرانسې او نورو هېوادونو له لوري د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندنې په غبرګون کې پر دې غور کوي چې د فلسطین نیول شوې لوېدیځې غاړې له اسراييل سره وتړي.
رویټرز خبري اژانش لیکلي، چې د اسراييل دا ګام به د فلسطینیانو، عربي هېوادونو او ځينو لوېدیځو ملګرو له سخت مخالفت سره مخ شي.
په ورته وخت کې نړۍوال پر اسرايیل د غزې د جګړې له امله نیوکې کوي او له دې امله فرانسه، برېټانیا، اسټرالیا او کاناډا غواړي، چې فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني او د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې دغه پرېکړه اعلان کړي.