د چین ولسمشر: باید نړۍ د څو قطبي کېدو، ګډ نړۍوال اقتصاد او عادلانه مدیریت په لور حرکت وکړي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۰

د چین ولسمشر شي جین پینګ د دوشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو د نړۍ د څو قطبي کېدو، ګډ نړۍوال اقتصاد او عادلانه نړۍوال مدیریت غوښتنه وکړه.

د چین ولسمشر د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو لپاره دارنګه د ۲ مېلیارډه وړیا مرسته او ۱۰ میلیارډه چینايي پيسو پور اعلان کړ. دغه ډول شي د انرژۍ، بنسټیزو پروژو، ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې هم د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه.

شي د دغه سازمان غړو هېوادونو ته وویل: «د سړې جګړې ذهنيت پرېږدئ او د څو اړخیزو سوداګریزو سیسټمونو ملاتړ وکړئ.»

په دې غونډه کې تر ۲۰ ډېرو هېوادونو مشرانو برخه اخیستې وه. شنونکي وایي، چین هڅه کوي چې د امریکا په مشرۍ د نظم پر وړاندې بدیل وړاندې کړي او له هند سره خپلې اړیکې ښې کړي؛ نو ځکه مودي یې د پرمختیا په برخه کې خپل شریک وباله.

نور خبرونه

رادیو