طالبانو په جوزجان ولایت کې دوه کسان «د نامشروع اړیکو» په تور په دُرو ووهل

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

طالبانو د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په عام محضر کې «د نامشروع اړیکو» په تور په دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان په ۱۵-۱۵ دُرو وهل شوي او له دې سره له شپږو میاشتو څخه تر یوه کاله پورې په تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.
طالبانو ویلي، چې دغو کسانو ته یې د طالب ولایتي‌ مشرانو، د قضا اړوند مسوولینو او عامو خلکو په حضور کې سزاوې ورکړي.

نور خبرونه

رادیو