د افغانستان په وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ختیځ او په ځانګړې توګه د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه دوامداره شدیدې زلزلې لړزولي او د هرې شېبې په تېرېدو سره له امله یې د مرګ ژوبلې شمېر لوړېږي.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د یادې زلزلې له امله تر اوسه د ننګرهار ولایتي روغتون ته د دوو ماشومانو مړي او د ماشومانو په ګډون ۱۵ ټپیان وروړل شوي او دغه شمېرې د هرې شېبې په تېرېدو سره لوړېږي.
د نوموړي په وینا، دغه مرګ ژوبله هم په درهء نور ولسوالۍ کې د کورونو د چتونو د رالوېدو له امله رامنځته شوې ده.
له دې سره سم، په کونړ کې ځايي سرچینې بیا په دغه ولایت کې د یادې زلزلې له امله د مرګ ژوبلې کچه تر ننګرهار هم لوړه ګڼي، خو لا تر اوسه په کره توګه یې شمېر نه دی مشخص شوی.
د سرچینو په وینا، په ټپيانو کې ځينې یې د کونړ د لیلیې محصلین دي چې د وېرې له امله یې ځانونه له لیلیې راغورځولي دي.
د سرچینو په وینا، د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتي روغتونونو ته د یادې زلزلې له امله د ټپیانو د لېږدونې بهیر دوام لري، خو لا تر اوسه یې کره شمېر نه دی مشخص شوی.