د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین څلور برېښناکوټونه په نښه کړل

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

د اوکراین د برېښنا شرکت وايي، روسي بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین پر سوېلي اودیسه ښار برید وکړ چې په پایله کې یې څلور برېښناکوټونه زیانمن شوي او د دغه ښار د ډېرو کورونو برېښنا پرې شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د اودیسه والي په حواله راپور ورکړی چې د ښار ترڅنګ، د چورنو مورسک بندري ښار ته هم ډېر زیان اوښتی دی. په دې ښار کې کورونو او ادارو ته زیان رسېدلی او یو کس هم ټپي شوی دی.

د یاد ښار والي زیاته کړې چې دوی اوس د ښار مهم برېښناکوټونه د جنرېټرونو د برېښنا په مرسته فعال کړي دي.

روسيې په وروستيو کې د اوکراين پر برېښنايي تاسیساتو بريدونه ډېر کړي چې اوکراین بیا په ځوابي بریدونو کې د روسيې د تېلو تصفيه‌خونې په نښه کړل. تېره پنج‌شنبه روسیې پر کېیف لوی برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲۵ کسان ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو