ټرمپ وايي په ټول‌ټاکنو کې باید رایه د پېژندپاڼې له لارې ورکړل شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۹

رویټرز خبري اژانس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خولې لیکلي، نوموړی به داسې اجراییوي فرمان صادر کړي چې پر بنسټ به یې د هر رایه‌ورکوونکي لپاره پېژندپاڼه لازمي وګڼل شي.

ټرمپ زیاته کړې، یوازې ډېر ناروغان او بهرمېشتي سرتېرې اجازه لري چې د پوسټ له لارې رایه ورکړي.

دا دا لا روښانه نه ده چې ولسمشر د دې ډول بدلونونو قانوني واک لري که نه، ځکه ټول‌ټاکنې په ایالتونو کې کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په میاشت کې د استازو د جرګې ټول‌ټاکنې به د ټرمپ د تګ‌لارو پر وړاندې لومړی ازمایښت وي.

ټرمپ تل د امریکا د ټول‌ټاکنو پر سېسټم شک کړی او د ۲۰۲۰ کال ټول‌ټاکنې یې له درغلیو ډکې بللي وې. نوموړي د پوسټ له لارې رایه ورکول او برېښنایي ماشینونه هم رد کړي وو.

نور خبرونه

رادیو