امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس او لسګونه نور چارواکي به په راتلونکې میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته پرېنږدي، ځکه ځينې حکومتونه پلان لري چې په دې غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د عباس دفتر دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د تړون خلاف او اروپايي مشرانو هم غیرعادلانه بللې ده.
واشنګټن ویلي چې د فلسطین د خپلواکۍ سازمان د توندلارو ډلو له غندنې ډډه کوي. ورته مهال، اسراييل د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.