پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د خېبرپښتونخوا په بره دېر، کوهاټ او مومندو سیمو کې د بېلابېلو ترهګریزو پېښو په ترڅ کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو درې سرتېري او دوه پولیس افسران وژل شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور لهمخې، په بره دېر کې د افغانستان پولې ته نږدې د بارا رایفلز پوستې باندې برید شوی چې په پایله کې یې درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د یادې ورځپاڼې په وینا، په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه ګزمه برید کې هم یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي، خو په دې نښته کې درې مخالف وسلهوال هم وژل شوي دي.
په مومندو کې پر یوې پوستې برید شوی، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
له بلې خوا بیا امنیتي ځواکونو په ډیره اسماعیل خان کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې درې وسلهوال وژلي چې یو قوماندان هم پکې شامل دی. پولیس وايي، چې دوی ته د وسلو یوه زېرمه هم په لاس ورغلې ده.