د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ تیانجین ته ورسېد چې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون وکړي. په دغه سازمان کې چین، روسیه، هند، پاکستان او ایران شامل دي او د لوېدیځو سازمانونو پر وړاندې بدیل بلل کېږي.
د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس لیکلي د پوتین په حواله لیکلي چې دا غونډه به د څواړخیز نړۍوال نظم په جوړېدو کې مرسته وکړي.
په دې غونډه کې د ترکیې، ایران او هند مشران هم ګډون کوي. تمه ده چې په دې غونډه کې د اوکراین او نورو سیمهییزو مسایلو په اړه بحثونه وشي.