برېټانیا، فرانسه او جرمني وايي ایران باید د بندیزونو د ځنډ لپاره شرطونه ومني

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

تازه په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا، فرانسې او جرمنې استازو ویلي چې ایران باید د بندیزونو د شپږ میاشتني ځنډ لپاره درې شرطونه ومني.

د ایران اټومي پروګرام او تاسیساتو ته د اټومي څارونکو لاس‌رسی، د غني شویو یورانیمو د برخلیک معلومول او له امریکا سره د خبرو میز ته کېناستل هغه درې شرطونه بلل کیږي چې ایران یې باید ومني.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي بیا دغه وړاندیز رد کړی او ویلي چې دغه شرطونه له واقعیتونو لرې دي.

نور خبرونه

رادیو