د مصر په پلازمېنه قاهره کې پولیسو اعلان کړی چې په وروستیو کې یې دلته لسګونه د ټیکټاک ټولنیزې شبکې مشهور کاروونکي د ناسمي محتوا د خپرېدو له کبله نیولي دي.
دوی ویلي چې په نیول شویو کسانو تور دی چې د ټولنې د دودونو خلاف مواد یې خپاره کړي او د پیسو وېنځلو تورونه هم پرې دي.
د بشري حقونو او د بیان د ازادي یو شمېر سازمانونو بیا د مصر د حکومت وروستی اقدام دلته د بیان د ازادۍ د محدودولو هڅه بللې ده.