د اوکراین پلازمېنه کیف کې د روسیې د تازه توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي دي.
د وژل شویو کسانو په منځ کې څلور ماشومان هم شامل دي، او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین پوځ ویلي، مسکو د دې برید په لړ کې تر ۶۲۹زیات توغندي او ډرونونه توغولي، چې دا د جګړې له پیل راهیسې پر کیف دویم ستر شپنی برید ګڼل کېږي.
د چارواکو په وینا، د ګڼو استوګنیزو ودانیو، ښوونځیو او عامه تاسیساتو ته درانه زیانونه رسېدلي دي.
کیف وایي، د دوی د هوايي دفاع ځواک د ګڼو ډرونونو او توغندیو د هدف نیولو توان درلود، خو د بریدونو شمېر ډېر زیات و او د خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي امکان یې کم کړی و.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د روسیې او اوکراین جګړه ورځ تر بلې شدیده کېږي او دواړه لوري یو پر بل د ملکي تاسیساتو په نښه کولو تورونه لګوي.