په غزه کې د تیرو څلروشت ساعتونو په اوږدو کې لږ تر لږه « ۲۸ تنه » وژل شوي دي.

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د غزې د روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ تنه وژل شوي.

له دې ډلې ۲۴کسان د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې، او ۱۲ تنه یې هغه کسان و چې د خوړو د لټون لپاره راوتلي وو، وژل شوي.

همداراز څلور تنو نورو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د تازه شمېرو له مخې، په غزه کې د لوږې د قربانیانو شمېر ۳۱۷تنو ته رسېدلی چې ۱۲۱ماشومان هم پکې شامل دي.

د الجزیرې د راپور پر بنسټ، په وروستیو بریدونو کې یوه ښځه او د هغې ماشوم په «د بوریج»کډوالو په کمپ کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسراییلو وروستي بریدونه «د نه منلو وړ» بللي دي. هغه د ناصر پر روغتون د برید یادونه هم کړې چې په کې پنځه خبریالان او یو شمېر روغتیايي کارکوونکي وژل شوي وو.

ګوترېش ویلي: «یو برید د بل پسې ترسره کېږي او ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ډاکټران او خبریالان، د خپلې دندې د ترسره کولو پر مهال د نړۍ د سترګو وړاندې وژل کېږي».

د هغه په وینا، د اسراییل له لوري د غزې ښار د اشغال پلان «سخت ویجاړونکي پایلې» لرلی شي.

نور خبرونه

رادیو