د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ د اروپايي مشرانو يوې ډلې ته ویلي، اړينه ده چې د اوکراين لپاره د امنيتي تضمينونو روښانه تعريف جوړ شي؛ څو له روسيې سره د جګړې درې نيم کاله وروسته د سولې د يوې هوکړې د خوندي کولو د پلان برخه وګرځي.
دې انلاین ناسته کې د پولنډ د ولسمشر کارول ناوروڅکي، د استونيا، لاتويا، لېتوانيا او ډنمارک مشرانو هم ګډون کړی و.