ملګرو ملتونو له ۲۰۲۶کال وروسته له لبنان څخه د سوله ساتو ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د امریکا او اسراییل د غوښتنو له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ په یوه خوله پرېکړه وکړه، چې د لبنان په سوېلي برخه کې د څو هېوادونو د سولې د ساتنې ځواک پای ته ورسوي. یاد سازمان یونیفل (UNIFIL) ځواکونو ته د ۲۰۲۶کال تر وروستۍ نېټې پورې د وتو وخت ورکړی.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو دغه ځواک له تېرو ۵ لسیزو راهیسې په لبنان کې حضور لري او اوس د امریکا په مشرۍ د اسراییل په غوښتنه وځي. متحده ایالتونو غوښتنه کړې وه، چې په ۶میاشتو کې دې یاد ځواکونه له لبنانه ووځي؛ خو څه وخت وروسته یې دا موده تر ۱۶میاشتو وغځوله، څو د خپلو توکو او پوځي تجهیزاتو د لېږد بهیر تنظیم کړي.

نور خبرونه

رادیو