هندوستان کې د یو ګوند مشر له کورنیو غوښتنه کړې، چې تر ۳ډېر ماشومان باید ونه زېږول شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د هندوستان د ځواکمن هندو ملتپال ګوند مشر راشټر سویم سبوک سانګ ويلي، چې هره هندي کورنۍ بايد لږ تر لږه درې ماشومان وزېږوي. هغه خبرداری ورکړی، چې د نفوس د کمېدو اوسنی بهير د راتلونکې لپاره جدي ګواښونه لري.

که څه هم هندوستان د ۱.۴۶ مېليارده وګړو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو زيات نفوس لري؛ خو د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق د ۲۰۲۵کال راپور ښيي، چې د هرې ښځې د زېږون کچه د دوو ماشومانو نه کمه شوې ده. دغه کمښت په داسې حال کې راغلی، چې د هندوستان اقتصادي وده په چټکۍ روانه ده.

نور خبرونه

رادیو