پاکستان تحریک انصاف لپاره قانوني مرستې کمې شوې دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۶

د بندي عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) ګوند په وروستیو میاشتو کې د دغه هېواد د لوړو محکمو نه د پیاوړي ملاتړ په ترلاسه‌کولو کې پاتې راغلی دی.

د اېکسپرېس ټرېبیون د راپور له‌مخې؛ «د اساسي قانون د ۲۶مې اصلاحیې» له تصویب وروسته، په ستره محکمه او اسلام‌اباد عالي محکمه کې د دغه ګوند ډېری قانوني غوښتنې ځنډېدلې دي.
سترې محکمې په وروستیو پرېکړو کې د پاکستان تحریک انصاف ځانګړې څوکۍ لغوه کړې، په پوځي محکمو کې یې د دغه ګوند د ملاتړو محاکمه تایید کړه او د اسلام‌اباد عالي محکمې ته د قاضیانو لېږد یې قانوني ګڼلی دی.
د دغه ټولو سره سره، سترې محکمې په دې وروستیو کې عمران خان ته (د مئ د ۹مې) پېښو په تړاو په ۸ قضیو کې ضمانت ورکړ.

نور خبرونه

رادیو