د مکسیکو د مشرانو جرګې د چهارشنبې د غونډې په پای کې د اپوزیسیون او واکمن ګوند د غړو ترمنځ فزیکي شخړه رامنځته شوه. د مشرانو جرګې رییس او د واکمن مورینا ګوند د غړي ګیرارډو فرنانډیز نورونیا سره دغونډې پای او د ملي سرود د غږولو پرمهال شخړه وشوه.
په خپره شوې ویډیو کې مورینو لیدل کېږي، چې هڅه کوي د نورونیا لاس ونیسي او ورسره خبرې وکړي؛ خو لفظي شخړه او بیا فزیکي شخړه رامنځته شوه.
نورونیا ادعا کوي، چې مورینو هغه ته د وژلو ګواښ کړی و، پهداسې حال کې چې مورینو وايي چې نورونیا لومړی پر هغه برید وکړ.
د مجلس رییس اعلان وکړ، چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره به یوه بېړنۍ غونډه ترسره شي او د مورینو او د PRI ګوند د درېیو نورو غړو د اېستلو (اخراج) وړاندیز به وکړي.