اسټرالیا: د ایران سفیر د اېستلو په پرېکړه کې اسراییل هېڅ ډول ونډه نه‌لرله

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر ټوني برک ویلي، چې له دغه هېواده د ایران سفیر د اېستلو په پرېکړه کې اسراییل هېڅ ډول ونډه نه‌لرله. نوموړي په یوه بیان کې په دې تړاو د اسراییل د حکومت څرګندونې او انګېرنې بې‌بنسټه بللې دي.

هغه ویلي، چې د استخاراتي او امنیتي ارزونو پربنسټ یې د دغه ډول توند غبرګون پرېکړه کړې ده. تر دې وړاندې د اسراییل د حکومت یوه ویاند په دې تړاو څرګندونې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو