د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تازه پرېکړې له مخې؛ پر هند د امریکایي تعرفو کچه تر ۵۰ سلنې پورې لوړه شوې ده. د راپورونو له مخې؛ دغه پرېکړه سر له ننه د پلي کېدو وړ ده.
د نوې پرېکړې له مخې؛ امریکا د هند په کالیو، بوټانو، ورزشي توکو، فرنیچر او ځینو نورو توکو ۲۵سلنه اضافي تعرفې لګولې دي. د راپورونو پربنسټ؛ ټرمپ دغه پرېکړه د هند له لوري له روسیې څخه د تېلو د پېرولو په غبرګون کې کړې ده.