هند له روسیې څخه په کمه بیه د تېلو د پېرولو له کبله ۱۷مېلیارده ډالر ګټه کړې ده

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

هندي چارواکي وايي، که څه هم هند له روسیې څخه په کمه بیه د تېلو په پېرولو کې ډېره ګټه کړې؛ خو د امریکا تازه تعرفو دغه ګټه له ګواښ سره مخ کړې ده. د دغه چارواکو په وینا؛ د امریکا د ۵۰سلنې تعرفې له کبله ښایي روان کال د ۳۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د هندي توکو په صادراتو کې کموالی راشي.

د رویټیرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ که څه هم هند هڅه کوي، چې له واشنګټن سره ترېنګلې اړیکې ورغوي؛ خو له روسیې څخه د تېلو له پېرولو لاس نه‌شي اخېستلای.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هندي توکو تر ۵۰سلنې د تعرفو لګولو پرېکړه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو