ډنمارک د ګرینلنډ پر سر د امریکا سفیر احضار کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کوپنهاګن کې یې د امریکا سفیر احضار کړی دی.

ډنمارک دا اقدام له هغو استخباراتي راپورونو وروسته کړی، چې وايي، یو شمېر امریکایي وګړي په ګرینلنډ کې په پټو نفوذي هڅو کې ښکیل دي او موخه یې د ډنمارک د واک پر خلاف د خلکو مخالفت پارول دي.

د ډنمارک ملي ټلویزیون د بې نومه سرچینو په حواله ویلي چې لږ تر لږه درې امریکایان، چې د ټرمپ له ادارې سره تړاو لري، په دغو هڅو کې مشکوک ګڼل شوي. دغه هڅې د دې لپاره هم وې چې ګرینلنډ له ډنمارک څخه جلا او د امریکا برخه وګرځي.

نه د بهرنیو چارو وزیر او نه هم ملي ټلویزیون د هغو امریکایانو نومونه افشا کړي چې په استخباراتي راپورونو کې یاد شوي دي. د امریکا سفارت په کوپنهاګن کې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ګرینلنډ، چې نیمه خپلواکه ډنمارکي سیمه ده، د قیمتي منرالونو بډایه سرچینې او په قطبي سیمه کې ستراتیژیک موقعیت لري.

نور خبرونه

رادیو