په رسنیو کې داسې ویډیوګانې او انځورونه خپرېږي، چې د اسټرالیا په پلازمینې کانبرا ښار کې د ایران سفیر احمد صادقي د سفارت له ودانۍ څخه د وتلو په حال کې دی. تر دې وړاندې د ایران سفارت نور ډیپلوماټان هم له دغه هېواده وتلي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې اسټرالیا په دغه هېواد کې د یهودو پرضد په دوو بریدونو کې ایران په لاس لرلو تورن کړی او ورسره هممهاله یې په تهران کې خپل سفارت هم وتاړه.