ټرمپ: د غزې جګړه به په دوو یا درېیو اونیو کې پای ته ورسېږي

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د سوېلي کوریا له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چې په غزه کې جګړه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. نوموړي تمه ښودلې، چې په غزه کې جګړه به تر راتلونکو دوه یا درېیو اونیو په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.

هغه دارنګه د اسراییل له لوري په غزه کې پر ناصر روغتون برید چې د پنځو خبریالانو په ګډون په‌کې شاوخوا شل کسه وژل شوي ناخوښي ښودلې ده. که څه هم په وروستیو کې په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره نړۍوالې هڅې ګړندۍ شوې دي؛ خو لاهم جګړه پای ته نه‌ده رسېدلې.

نور خبرونه

رادیو