د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې کشالې سره هممهاله د تېلو په بیو کې دوه سلنه زیاتوالی راغلی دی. د راپورونو پربنسټ؛ د اوکراین له لوري د بېپیلوټه الوتکو بریدونو دوام او پر روسیې احتمالي بندیزونو د تېلو په بیو منفي اغېز کړی دی.
پرون په نړۍوالو بازارانو کې د برېنټ خامو تېلو بیه ۶۹ ډالره او د لوېدیځ ټېکساس خام تېلو بیه بیا ۶۵ډالرو ته رسېدلې وه.