امریکا ۶۰۰زره چینايي زدهکړیالانو ته په خپلو پوهنتونونو او کالجونو کې د زدهکړو اجازه ورکړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دغه پرېکړه د واشنګټن او بیجېنګ ترمنځ د روانو سوداګریزو خبرو یوه برخه ده.
ټرمپ ویلي، چې د چینایي زدهکړیالانو حضور د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره مهم دی او د دغه پرېکړې موخه د اړیکو ښهوالی دی. د راپورونو پربنسټ، دا مهال په امریکا کې څه باندې ۲۷۰زره چینايي زدهکړیالان په زدهکړو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دواړو هېوادونو د یو بل په توکو لوړې تعرفې لګولې دي. ولسمشر ټرمپ همدراز تمه ښودلې، چې د چین له ولسمشر سره د لیدنې هوډ لري او اوس د امریکا او چین اقتصادي اړیکې د پخوا پرتله ښې شوې دي.