ویټنام د سخت توپان له امله خپل هوايي ډګرونه وتړل

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

ویټنام د پياوړي توپان له امله خپل هوايي ډګرونه وتړل، ښوونځي یې رخصت کړل او ګڼ خلک یې خوندي ځایونو ته ولېږدول. دغه توپاني باد چې په ساعت کې ۱۶۶ کیلو مټره چټکوالی لري، ښایي نن سهار د تان هووا او نګه ان ولایتونو ترمنځ ساحل ته راورسېږي.

د ویټنام د هواپوهنې ادارې خبرداری ورکړی، چې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې ګواښ شته. چارواکي وایي، چې له نیم مېلیون څخه ډېر خلک به له سیمې واېستل شي؛ خو د کښتیو تګ راتګ بیا ځنډېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو