د روسیې د ولسي جرګې مشر (دوما) ویچسلاو ولودین وایي، چې هغه به په روانه اونۍ کې له خپلو چینايي سیالانو سره پر روسیې د بندیزونو، فشار او بهرنيو لاسوهنو په اړه خبرې وکړي. هغه دارنګه ویلي، په دغه سفر کې به پر سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او بشري همکاریو هم خبرې وشي.
دغه سفر به د ولادیمیر پوتین له ټاکل شوي سفر څخه وړاندې وي. د پوتین د سفر موخه به د دویمې نړۍوالې جګړې د یاد مراسم وي، چې تر ۲۰ ډېر مشران به پهکې برخه واخلي.