د مئ میاشتي تر شخړو وروسته د هند او پاکستان لومړي وزیران د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۸۰مې غوندې ته وینا کوي. دغه غونډه به د راروانې سپټمبر میاشتې په وروستیو کې جوړه شي.
د ملګرو ملتونو د مهالوېش له مخې؛ د هند لومړی وزیر به د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته سهار مهال وینا وکړي او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به په هماغه ورځ وروسته وینا وکړي.
سياسي شنونکي وایي، چې د دواړو مشرانو پرلهپسې ویناوې به د دواړو ګاونډیانو ترمنځ ژور واټن څرګند کړي. داسې وړاندوینه کېږي، چې هند به د حاکمیت او امنیت یادونه وکړي او پاکستان به په کشمیر او سیمه کې پر سوله ټینګار وکړي.