امرالله صالح: خلیلزاد دې د هرات د نندارې په اړه ووايي چې ایا افغانستان اوس ښه ځای دی؟

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا د افغانستان د هرات ښار دی. د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې د یوه ځوان جسد چې په مرمیو سوری شوی عام محضر کې د نندارې لپاره په دار ځړول شوی دی، لکه د زامبېد موزیم صحنه.»

صالح زیاته کړې، د طالبانو له خوا په واشنګټن کې ټاکل شوی سفیر زلـمـی خلیلزاد نړۍ والو ته وايي چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د پانګونې وخت رارسېدلی دی.

د ده په خبره، خلیلزاد مخکې تر دې چې طالبانو ته تسلیم شي په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و. هغه په دوحه کې له هغو خلکو سره تړون وکړ چې په هرات کې یې دا ننداره جوړه کړې ده. خلیلزاد وايي چې افغانستان اوس ښه ځای دی.

نوموړي زیاتوی، هرات د دوحې تر تړون مخکې د افغانستان له لوړو فرهنګي ښارونو څخه و. هغه ځوان چې جسد یې په مرمیو سوری شوی او په پښو راځړول شوی، داسې ښکاري چې د طالبانو پر ضد یې د ازادۍ لپاره مبارزه کوله. د دې ځوان زړه خامخاد خلیلزاد او هبت‌الله ترمنځ د دوحې له تړون او دې تړون له امله رازېږېدلي وحشت څخه تور شوی و.

صالح لیکلي: «د خلیلزاد خبرې مط دې ته هڅوي، چې له هغو سپین پوستو ملت‌پالو سره ځان همغږی وګڼم، چې وايي ځینې کډوال هيڅکله نه شي مدغم کېدای. هغوی یوازې د خپلې قبیلې د پنځمې ستنې په څېر د لویدیځو ټولنو په منځ کې پاتې کېږي چې خلیلزاد د همدې ډول کډوالو تر ټولو څرګند او روښانه مثال دی.»

نور خبرونه

رادیو