ټرمپ وايي که د اوکراین د سولې خبرې ودرېږي، پر روسیه به نور اقتصادي بندیزونه ولګوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که د اوکراین د سولې خبرې ودرېږي، نو په راتلونکو دوو اوونیو کې به پر روسیه نور بندیزونه ولګوي. نوموړي دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي چې مسکو په اوکراین کې پر یوې امریکایي فابریکې برید وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تور ولګاوه چې روسیه له ده سره نه ويني، خو مسکو ویلي چې د غونډې لپاره هطڅ اجنډا نشته.

د روسیې او اوکراین ترمنځ اوس هم جګړه لا هم روانه ده او دواړو لورو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده، په داسې حال کې چې ناټو او اوکراین د پیاوړو امنیتي تضمینونو لپاره هڅه کوي.

نور خبرونه

رادیو