په نیویارک کې د سېلانیانو بس اوښتل؛ ۵ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې په نیویارک کې د سېلانیانو یو بس اوښتی چې له امله یې ګڼو کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په دې بس کې تر ۵۰ ډېر سېلانیان سپاره وو چې ټول ټپيان او د یو ماشوم په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، دا بس د نیویارک د پيمبروک انټرسټېټ ۹۰ سړک باندې چپه شوی دی. پولیسو ويلي، بس د نیاګارا له افشار نه نیویارک ښار ته روان و چې د ډېرې چټکتیا له امله له کنټروله وتلی او اوښتی دی.

د امریکا د ملي ټرانسپورټ د خوندیتوب اداره د پېښې په اړه څېړنه کوي او پولیس وايي وايي چې ډېری سطلانیان د اسيا اوسېدونکي وو.

نور خبرونه

رادیو