پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شنبې په ورځ په یوه تاریخي سفر د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکا ته ولاړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو مهم پړاو بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا د تېرو ۱۳ کلونو په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو د یوه وزیر لومړنی رسمي سفر دی چې بنګلهدېش ته ترسره کېږي.
له هغې وروسته چې د تېر کال په اګست میاشت کې د ولسي پاڅون په پایله کې د بنګلهدېش د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې حکومت نسکور شو، د اسلاماباد او ډاکا اړیکې ښې شوې او سوداګریزې او دوه اړخیزې همکارۍ په څرګند ډول مخته تللي دي.