په غزه کې د ناورین دوام؛ اسراییلي ځواکونو یو وار بیا ۱۹ نور فلسطینیان ووژل

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې نن (شنبه، اګسټ ۲۳مه) له سهار راهیسې د اسراييلي پوځ په بمباریو او ځمکنیو ډزو کې لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

اسراييلي ځواکونو د سوېلي غزې په اصدا سيمه کې پر هغو فلسطینیانو برید وکړ چې په خیمو کې اوسېدل. په دې برید کې ۱۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

د الجزیرې خبري اژانس د راپور له‌مخې، په بله پېښه کې د غزې د منځنۍ سیمې په یوه کېمپ کې اسراييلي ځواکونو پر یوه کور برید وکړ، چې دوه فلسطینیان یې وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپيان کړي دي.

نور خبرونه

رادیو