د هالنډ استازو جرګې یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې په کې ټینګار شوی «د حماس اسلامي ترهګر سازمان» باید په بشپړ ډول له منځه یووړل شي. دغه پرېکړهلیک چې د ښي اړخي د ازادۍ ګوند له لوري وړاندې شوی پکې راغلي چې حماس باید د غزې په راتلونکي کې هېڅ رول و نه لري.
د دې پرېکړهلیک د رایاخیستنې پروسه یوازې څو ساعته وروسته له هغې ترسره شوه چې د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرکاسپر فلدکامپ د اسراییل پر وړاندې د بندیزونو په اړه د کابینې له نظر سره د اختلاف له امله استعفا ورکړه.