پاکستاني چارواکي: د باجوړ سیمې له ترهګرو پاکې شوې او خلک بېرته خپلو کورونو ته ستنېدای شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

پاکستاني چارواکو د خېبرپښتونخوا د باجور د ناامنه سیمو اوسېدونکو ته د بېرته ورتګ اجازه ورکړې ده. هغوی ادعا کوي چې یاده سیمه نور له ترهګرو څخه پاکه شوې ده.

د باجوړ ولسوالۍ اداري مرستیال پر خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د امنیتي ځواکونو له‌خوا د لوی ماموند تحصیل ترخو سیمه له ترهګرو پاکه شوې، وضعیت عادي شوی او په سیمه کې د دولت واکمني بیرته ټینګه شوې ده.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د ترخو اوسېدونکي چې د ترهګرو د موجودیت له امله بېځایه شوي وو، اوس کولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د سیمې نور بې‌ځایه شوي خلک به هم تر تصفیې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ډاکټر صادق علي ویلي، چې د ترخو ۷ زره او ۹۸۴ بې‌ځایه شویو اوسېدونکو له هرې کورنۍ سره ۷۵ زره روپیو مالي مرسته شوې ده. ویل شوي چې د دې نغدي مرستې ترڅنګ به له هغوی سره د خوراکي توکو مرسته هم وشي.

نور خبرونه

رادیو