د امریکا د لوېزيانا په سوېل ختيځ کې د موټرو پرزو جوړونې په شرکت کې چاودنه شوې چې له امله یې قوي اور بل شوی دی. د راپورونو لهمخې، د دې اور له امله شاوخوا خلکو او د ښوونځي زدهکوونکو سیمه پرېښې ده.
تر دې دمه د دې اور د زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
چارواکو خلک د پېښې له ځایه ایستلي او د اور وژنې هڅې دوام لري. ايالتي او فډرالي ادارې په دې ځای کې د کېمیاوي موادو د خطر په اړه اندېښنه لري.