نړۍوالې رسنۍ وايي چې سوریه به نوي بانک نوټونه چاپ او د ارزښت لوړولو لپاره به دوه صفرونه ځنې لېرې کړي. د سوریې چارواکي هیلهمن دي چې دا بدلون به د سوریې د پولي واحد ارزښت لوړ او راکړه ورکړه اسانه کړي.
د سوریې د مرکزي بانک مشر عبدالقادر حصریه رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «دا اقدام د مالي اصلاحاتو یوه برخه ده، خود دې پلان عملي کېدو نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې.»
سوریې د روسيې له دولتي شرکت «ګوزناک» سره د نویو بانک نوټونو د چاپ تړون کړی دی. د اکتوبر په میاشت کېبه د پخوانیو بانک نوټونو ترڅنګ نوي بانک نوټونه هم خپاره شي چې دا کار به یو کال وخت ونیسي.
د سوریې پخوانیو بانک نوټونو له ۲۰۱۱کال راهیسې ۹۹ سلنه ارزښت بایللی دی.