د سوېلي کوريا ولسمشر لي جې ميونګ به راتلونکې اوونۍ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وويني. په دې لیدنه کې به تر ډېره بریده پر امنيتي او د چين پر موضوعاتو خبرېاترې وشي.
ټرمپ پر سوېلي کوریا فشار راوړی چې هلته مېشت ۲۸ زره او ۵۰۰ امريکايي سرتېرو د ملاتړ لپاره خپله ونډه ډېره کړي. دغه ډول واشنګټن غواړي چې دا ټلواله د چين پر وړاندې نوره هم پياوړې شي.
په پام کې ده چې دا دوه مشران د شمالي کوريا له مشر سره د خبرو ملاتړ وکړي، خو شمالي کوریا وروستۍ هڅې رد او له روسيې سره يې نږدې اړيکې جوړې کړي دي.
د امریکا او سوېلي کوريا چارواکي وايي چې په دې لیدنه کې به د دفاعي لګښتونو، سوداګرۍ او له جاپان سره د درې اړخيزې همکارۍ پر موضوعاتو هم بحث وشي.