طالبانو له پاکستان څخه د راستنېدونکو هغو افغان کډوالو چې د «پي او ار» کارتونه لري، غوښتي چې د راتګ پر مهال له ځان سره د کارت کاپي ولري، که نه نو په تورخم کې به ورسره هېڅ ډول مرسته ونشي.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره په پاکستان کې له هغو افغانانو چې «پي، او، ار» کارتونه لري او په خپله خوښه او یا هم په جبري توګه له دغه هېواد څخه اېستل کېږي نو مخکې له دې چې پاکستاني پولیس د دوی «پي، او، ار» کارتونه واخلي نو باید د خپل کارت کاپي او یا هم په خپل موبایل کې د یاد کارت د دواړو مخونو عکسونه واخلي.
په خبرتیا کې راغلي، «کله چې خپل هېواد ته راستنېږئ، که په خپله خوښه وي او که د پاکستاني پولیسو لخوا رادېپورټ کېږئ، نو له دې مخکې، چې پاکستاني پولیس ستاسو د «پي او ار» کارتونه له تاسو واخلي، حتماً د خپل کارت کاپي واخلئ او یا یې په خپل موبايل کې د دواړو مخونو روښانه عکسونه ذخیره کړئ، ترڅو په تورخم بندر کې له ستونزو سره مخ نه شئ.»
د خبرتیا له مخې، که «پي، او، ار» کارت لرونکي افغانان د خپلو کارتونو کاپي یا عکس ونه لري نو په تورخم کې به ورسره هېڅ ډول مرستې ونه شي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان له دغه هېواده د «پي، او، ار» کارت لرونکو افغانانو ته چې شمېر یې له یو میلیون څخه زیات دی د روانې اګست میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، ګنې بیا به دوی په خپله لاس په کار شي.