د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې پولیسو خبر ورکړی، چې د اېم ای جناح پر سړک د یوې ودانۍ دننه د پټاکیو په یوه ګودام کې چاودنې ۵کسان وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې؛ د ۳ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. ځايي پولیسو همدا راز د هر اړخیزو پلټنو خبر هم ورکړی.


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پټاکیو یو ګودام کې چاودنې ۵کسان وژلي او ۳۰ټپیان دي
AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱