د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په اسلاماباد کې د کتنې پر مهال ویلي، چې د دواړو هېوادونو ملګرتیا د اوسپنې په شان کلکه ده او د یو بل متقابل باور په کې موجود دی. په دغه ناسته کې پر سي پېک پروژې، اقتصادي همکاریو او سیمهییز اتصال هم خبرې شوې.


شهباز شریف: د پاکستان او چین ملګرتیا د اوسپنې په شان کلکه ده
AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱