د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالتونو او یو شمېر اروپايي هېوادونو د پوځ مشرانو خپلو ملي امنیتي سلاکارانو ته هغه پوځي لارې چارې وړاندې کړې، چې له مخې یې د اوکراین د امنیت تضمین کېدای شي.
د پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د امریکا او اروپا پلان جوړوونکو داسې پوځي لارې چمتو کړې دي چې د متحدینو د ملي امنیت سلاکارانو لهخوا به په «مناسب ډول و ارزول شي.