د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په خپل دفتر کې لیدلي او د سیمهییز امنیت تر څنګ یې د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې په تړاو خبرې کړې دي.
له دې سربېره وانګ یي اسلاماباد ته د خپل سفر په لړ کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم پر اقتصادي او سیاسي مسایلو ناسته کړې ده. تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لومړي وزیر سره هم لیدنه کړې وه او د دغې لیدنې پر مهال شهباز شریف چین خپل اوسپنیز ملګری یاد کړی و.