د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ وویل، چې روسیه ټول ممکن اقدامات کوي څو له ولادیمیر پوتین سره یې د لیدنې مخنیوی وشي. هغه همداراز د اوکراین له متحدینو وغوښتل که مسکو د جګړې د پای ته رسولو تمایل ونه ښود، نو پر روسیې دې نوي بندیزونه ولګوي.
زېلېنسکي، چې په کیف کې د ناټو عمومي منشي مارک روته سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، زیاته کړه، چې دواړو لورو د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه خبرې کړي؛ هغه تضمینونه چې د هغه په وینا باید د ناټو د پنځمې مادې په څېر وي، کومه چې د یوه غړي پر وړاندې برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼي.