د عسکرو له کمښت سره مخ اسراییل؛ بهر مېشتو یهودانو ته پوځ کې د شاملېدو بلنه ورکړل شوې

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

د اسراییل پوځي راډیو اعلان کړی، چې تر ۲۳میاشتنۍ جګړې وروسته یې پوځ د عسکرو له کموالي سره مخ دی او ۱۲زره بستونه یې په دې برخه کې خالي شوي دي. همدا راز بهر مېشتو یهودانو او له پوځ څخه تښتېدلو پخوانیو عسکرو ته هم بلنه ورکړل شوې،‌ څو خالي بستونه ډک کړي.

فرانس ۲۴ ټلوېزیوني شبکې ویلي، اوس‌مهال د همدې کمښت له امله اسراییلي پوځیان په غزه کې له جدي فشار سره مخ دي او هڅه کېږي چې د بهر مېشتو یهودو ټولنو له ۱۸کلنۍ څخه تر ۲۵کلنۍ پورې ځوانان جذبېدو ته اړ کړي.

د پلان له مخې؛ هر کال باید اسراییل له ۶۰۰څخه تر ۷۰۰ پورې کسان د یهودو له بهر مېشتو ټولنو څخه جذب کړي، څو پرې ۱۲۰۰تش شوي بستونه بېرته ډک کړي.

نور خبرونه

رادیو