حزبالله وسلهوالې ډلې یو وار بیا د لبنان حکومت ته د مقاومت د وسلو پر وړاندې د پرېکړې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د لبنان په پارلمان کې د یادې ډلې استازي حسین حسن ویلي، چې حکومت باید د لبنان د ځواک بنسټ کمزوری نهکړي؛ بلکې د اسراییل د تېري پر وړاندې اقدام وکړي.
دغه څرګندونې وروسته تر هغې کېږي، چې د لبنان حکومت د کابینې په غونډه کې د حزبالله وسلهوالې ډلې د بېوسلې کولو لپاره د امریکا عمومي طرحه تصویب کړې ده.