نتنیاهو: غزه به تر خپل کنټرول لاندې راوړو او جګړه به ډیر ژر پای ته ورسېږي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۰

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي،چې که حماس له اوربند سره منښته هم وکړي، پوځ به د غزې بشپړ کنترول په لاس کې واخلي او جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.

نتانیاهو ټینګار وکړ چې «حماس به نور په غزه کې نه پاتې کېږي.»

د اسراییل دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی،چې د دغه هېواد دفاع وزیر د غزې د نیولو طرحه تصویب کړې ده.

د راپور له مخې، د دفاع وزیر یسراییل کاټز د نږدې «۶۰زره احتیاطي سرتېرو»د رابللو اجازه هم ورکړې ده.

د دې پرېکړې سره پر حماس فشارونه زیات شوي، په داسې حال کې چې منځګړي د اوربند د یوې نوې طرحې په اړه د اسراییل رسمي ځواب په تمه دي.

بلخوا د اسراییل د دفاع وزیر ویلي،چې هېواد به یې د غزې جګړه د خپلو شرایطو له مخې پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو